شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۰
سنايي غزنوي ښارګوټی د کابل ښار په قصبه کې د نړیوالو معیارونو او اسانتیاو په درلودلو سره د جوړیدو په حال کې دي.
دغه ښارګوټي ۴۱ بلاکونه لري، چې د ټولو معیاري امکاناتو په لرلو لکه: سوادګریزو برخو،دوکانونه، د موټرو تم ځای، جومات، شنه ساحه، د مرکز ګرمۍ سیستم، اور ضد سیستم، فاضله اوبو سيستم، لفټ، وړکتون، ښوونځی، عصري سړکونه او نورو ډیرو اسانتیاو په درلودلو سره د جوړیدو په حال کې دي.
د غزنوي ښارګوټی په دوو فازونو کې جوړیږي، چې اول فاز يې ۱۰ بلاکونه لري او په کې ټول ټال ۲۱۶۰ د هستوګنې کورونه دي.
د اول فاز ۷۰۰ د هستوګنې کورونه د ملي دفاع وزارت په کارکوونکو باندي ویشل شوي چې رغنیزې چارې به يې تر راتلونکو دوو میاشتو بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ددې شهرک دویم فاز ۱۰ پوړیز او ۶ پوړیز ۳۱ بلاکونه لري چې ټول ټال په کې ۱۳۶۰ د هستونګنې کورونه د جوړیدو په حال کې دي.
دغه ښارګوټي د ښار د ښکلا د لا زياتيدو ترڅنګ د څه د پاسه ۷۰۰ تنو مسلکي او غیر مسلکي کارګرو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د یادونی وړده چې په کابل ښار کې د دوو نورو ښارګوټو (لاله او بګرامي) رغنیزي چارې د ملي پراختیا شرکت له لوري پرمخ وړل کیږي.