یکشنبه ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۰
پکتیکا ولایت کې د ورزشي جمنازیوم د جوړیدو چارې ۹۵سلنه بشپړې شوي چې ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه جمنازیوم چې د جوړولو چارې یې دملي پراختیا شرکت اړوند دبنایي ودانیز ریاست له لوري پرمخ وړل کیږي، مالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ور کړل شوی.
یاد جمنازیوم چې په څه دپاسه ۲۰۰۰ متر مربع مساحت ځمکه کې جوړشوی په يو وخت کې به د ۱۵۰۰ تنه نندارچيانو د ځاییدو ظرفيت ولري.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي پراختیا شرکت د جوماتونو، روغتونونو، اوبو کانالونو او نورو بیلابیلو رغنیزو پروژو ترڅنګ د ورزشي جمنازیمونو جوړلو ته هم پوره پاملرنه کړې.