دوشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۰
د کابل چمن حضوري سیمې غازي ستډیوم کې د بدني روزنې ریاست او تدریسي ودانۍ د جوړیدو چارې روانې دي.
دغه ودانۍ په ۱۹۵۷ مترمربع مساحت ځمکه باندې په دوه برخو (اداري او تدریسي) په ۴ او ۵ پوړونوکې له ټولو اړینو ملحقاتوسره جوړیږي.
د بدني روزنې دغه ودانۍ د ملي پراختیا شرکت بنایي ودانیز ریاست له لوري جوړیږي، چې مالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ورکول کیږي.
په کابل کې د بدني روزنې ریاست او تدریسي ودانۍ په داسې حال کې دملي پراختیا شرکت له لوري رغول کیږي، چې اوسمهال دغه شرکت د ودانیزو پروژو ترڅنګ؛ دهیواد په بیلابیلو برخو کې د یو شمیر ورزشي جمنازیومونو رغولو چارې پر غاړه لري.