دوشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۰
نن د ملي پراختیا شرکت د تولیدي او تجارتي چارو دهمغږۍ معاونیت له لوري د پلان جوړونې او راپور ليکنې يو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
په پیل کې د تولیدي اوتجارتي چارو دهمغږۍ مرستیال ښاغلي ریاض الدین شریفي د داسې پروګرامونو جوړول خورا مهم یاد کړل او ټینګار یې وکړ چې په ورکشاپ کې حاضر ګډونوال دې په خپلو ریاستونوکې نورو همکارانو سره هم دغه معلومات شریک اوګټه ترې پورته کړي.
په ورته وخت کې چمتو شوي پریزنټیشنونه د ښاغلي شریفي له لوري وړاندې شول چې په کې د پلان جوړونې پر اهمیت،موخو، ګټو، ځانګړتیاوو، ډولونو، پړاونو او دغه راز د یو ښه راپور په ځانګړتیاوو مفصل او هر اړخیزبحث ترسره شو.
ددې ورکشاپ تسهیل کوونکی د ملي پراختیا شرکت بشري سرچینو آمریت د ظرفیت لوړونې څانګه وه.
د یادونې ده چې له دې مخکې هم ملي پراختیا شرکت په بیلابیلو برخوکې ورته د ظرفیت لوړونې ورکشاپونه ددې شرکت کارکوونکوته ورکړل شوي دي.