سه شنبه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۰
د مچلغو بند د هیواد له مهمو بندونو څخه شمیرل کیږي چې دپکتیا ولایت احمد ابا ولسوالۍ په ۲۵ کیلو مترۍ کې موقیعت لري.
دغه بند ۲۶۰ متره اوږد والی ۲۸۰ متره سور ۴۷ متره لوړ والی چې د ۵،۳ میلیونه متر مکعب اوبو دذخیره کیدو ظرفیت لري او همدارنګه د اوبو اخیستو ساحه یې۶۶،۸۵ کیلو متره مربع ده.
د مچلغو بند د ملي پراختیا شرکت بنایي ودانیز ریاست له لوري جوړیږي چې مالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ورکول کیږي، چې اوسمهال شاوخوا ۹۰۰ تنه مسلکي او غیرمسلکي کارکوونکي په کې په کار بوخت دي اوتر دې مهاله یې ۳۰ سلنه رغنیزې چارې پرمخ تللي دي.
ددغه مهمه بند په جوړیدوسره به د۲۹۳ کیلو واټه برق د تولید ترڅنګ ۲۳۰۰ هکټاره ځمکه خړوبه شي.
د ویلوده، چې د مچلغو بند دجوړیدو چارې لومړی ځل د لومړني ولسمشر سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال پيل شوې، خو د کورنيو ستونزو له امله يې کارونه په هماغه پيل کې بیرته پاتې شول.