سه شنبه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۰
په هرات ولایت کې د صنعتي ښارګوټي احاطوي د یوال، امنیتي برجونو او د روازو جوړیدو د بنسټ ډبره د صنعت او سوداګرۍ وزیرنثار احمد فیضي غوریاني، هرات ولایت مقام مرستیال اویو شمیرسوداګرولخوا کیښودل شوه.
دغه د یوال په لومړي پړاو کې د ۶ کیلو متره په اوږدوالي د ملي پراختیا شرکت افغاني ودانیز ریاست له لوري جوړیږي،چې مالي لګښت یې د صنعت اوسوداګرۍ وزارت له لخوا ورکول کیږي.
مسؤلین ددې ښارګوټي داحاطوي دیوال ،امنیتي برجونو او دروازو دجوړیدو موخه د امنیتي ستونزو د له منځه وړلو ترڅنګ په صنعتي ښارګوټي کې د پانګه اچوونکو او سوداګرو لازیاته هڅوونه یاده کړه؛ ترڅو په ډاډه زړه فابریکې او کارخانې زیاتې کړي.
د یادونې ده چې دهرات صنعتي ښارګوټی په دریو فازونوکې څه د پاسه ۳۰۰ کارخانو په درلودلو سره یو د هیواد له اقتصادي زو نونو څخه ګڼل کیږي، چې د صنعت او سوداګرۍ د وزیر په وینا ټاکل شوې څلورم فاز یې د ۱۵۲ فابریکو په جوړولوسره په راتلونکي کې جوړشي.