پنجشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۰
د ملي پراختیا شرکت د هڅو په لړ کې چې د هیواد د بیارغونې لپاره يې ترسره کوي دا ځل ددې شرکت د حجارۍ فابریکې په کار پیل وکړ.
دغه فابریکه چې د تیګو پرې کولو او مرمر تیګو د تولید وړتیا لري د ملي پراختیا شرکت کور جوړونې ودانیزریاست لپاره د مرمر تیګې تولیدوي.
د حجارۍ په فابریکه کې درې پایې ماشینونه فعال دي او کاریګر يې په دوو شیفتونو کې کار کوي.
د هغه قرارداد په اساس چې د حجارې فابریکې او ښار جوړونې وزارت تر منځ لاسلیک شوي، ددې فابریکې خام مواد د تره خیلو معدن او خصوصي شرکتونو لخوا برابریږي.
ددې فابریکې له تولید شوو مرمر تیګو څخه نه یوازې د زینتي توکو په جوړولو کې کار اخیستل کیږي؛ بلکې ترڅنګ يې د کور جوړونې ودانیز ریاست تر کار لاندي ښارګوټو ته هم مرمر تیګې تولیدوي.
دغه فابریکه د لومړي ځل لپاره په ۱۳۸۲ کال کې د شپږ پایو ماشینونو په درلودلو سره په کار پیل وکړ چې د ملي پراختیا شرکت سره د کور جوړونې ودانیز ریاست په مدغم کیدو سره يې فعالیتونو نور هم پراخ شول.