سه شنبه ۲۲ سرطان ۱۴۰۰
د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د یو محراب جومات د جوړیدو چارې به ډیرې ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دغه جومات د ۲۸۰ متر مربع مساحت په درلودلو سره یو پوړ کې جوړیږي چې ۹۰ سلنه رغنیزې چارې يې بشپړې شوي دي.
د انجیل ولسوالی جومات د ملي پراختیا شرکت بنايي وادنیز ریاست له لوري جوړیږي چې مالي لګښت يې د جمهوري ریاست ملاټړې ادارې له خوا ورکول کیږي.
د یادونې وړده چې دهرات ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د ورته جوماتونو د جوړیدو چارې د ملي پراختیا شرکت له لورې روانې دي چې یوشمیر یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي هم دي.