پنجشنبه ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۰
د میدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار کې د کوید ۱۹ سل بستریز روغتون د جوړیدو چارې بشپړې شوي او ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه روغتون په ۲۳۴۱ متر مربع مساحت ځمکه کې د ټولو اړینو ملحقاتو لکه: د بستر خونې، عملیات خونه، بیړنې څانګه، لابراتوار، درملتون، ایکسرې او نورو اړینوڅانګو په درلودلو سره جوړ شوی دی.
دغه روغتون د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لوري جوړیږي چې مالي لګښت يې د جمهوري ریاست ملاتړې ادارې لخوا ورکول کیږي.
دا روغتون په داسي حال کې د ملي پراختیا شرکت له لورې جوړیږي چې په دې وروستیو کې دغه شرکت د هیواد په بیلابیلو ولایتونوکې د کوید ۱۹ ناروغانو لپاره مجهز روغتونونه جوړ کړي دي.