شنبه ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۰
د کندهار پوهنتون په اړونده سمیه کې د دوو بابو لیلیو د جوړیدو چارې د بشپړیدو په درشل کې دي چې ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه لیلېې په ۶ زره مترمربع مساحت ځمکه کې، له تهکوۍ سره په شپږو پوړونو کې جوړیږي چې هره یوه به يې د ۱۰۰۰ تنو محصلینو د ځایدو ظرفیت ولري.
یادی لیلیی د کندهار پوهنتون د محصلینو د ستونزو راکمولو په موخه د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لوري جوړیږي چې مالي لګښت يې د جمهوري ریاست ملاټړې اداره له خوا ورکول کیږي.
د یادونې ده چې له دې وړاندي ملي پراختیا شرکت په بیلابیلو ولایتونو کې لیلېې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.