دوشنبه ۴ زمری ۱۴۰۰
د فاریاب ولایت پوهنتون کې د یو باب لیلیې د جوړولو چارې به ډیر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د فاریاب پوهنتون لیلیه په ۲۲۰۰ متر مربع ځمکه له تهکوۍ سره په شپږو پوړونو کې جوړیږي چې په یو وخت کې به د ۱۰۰۰ تنو محصلینو د ځایدو وړتیا ولري.
دغه لیلیه د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لوري جوړیږي چې مالي لګښت يي د جمهوري ریاست ملاټړې ادارې له خوا ورکول کیږي او عملي چاري يې ۸۰ سلنه بشپړې شوي دي.
د یادونې وړده چې فاریاب ولایت کې د ملي پراختیا شرکت له لوري څوبیلابیلې پروژې د جوړیدو په حال کې دي چې یو شمیر يې ګټې اخیستنې ته سپارلې شوې دي.