دوشنبه ۴ زمري ۱۴۰۰
د بغلان ولایت بنو ولسوالی یوچ سیمه کې د چکډم جوړولو چارې به ډیر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شي.
دغه چکډم ۱۵ متره اوږدوالی، ۸،۲ متره سور او ۵،۲ متره لوړوالی لري چې په یو وخت کې به د ۳۵۰۰۰ مترمکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا ولري.
دغه چکډم د ملي پراختیا شرکت هلمند ودانیز ریاست له لوري جوړیږي چې مالي لګښت يې د اوبو د تنظیم ملي ادارې له خوا ورکول کیږي.
یاد چکډم د ۸۰ هکتاره ځمکې خړوبولو وړتیا په درلودلو سره په داسي حال کې د ملي پراختیا شرکت له لوري جوړیږي چې دغه شرکت په ټول هیواد کې د لسګونه لویو او وړو بندونو د جوړولو چارې پیل کړي دي.