سه شنبه ۵ زمری ۱۴۰۰
د پولي تخنیک پوهنتون چاپیریال ساتنې پوهنځي تدریسي تعمیر د جوړولو چارې د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لوري پیل شوې.
دغه تعمیر چې د ۴۰۰۰ تنو محصلینو د ځایدو وړتیا به ولري په پنځو پوړونو کې د ټولو اړینو ملحقاتو لکه: درسي خونې، کنفراس خونې، کمپیوتر لب، لابراتوار، شنه ساحه او نورو ټولو امکاناتو په درلودلو سره د جوړیدو په حال کې دی.
د یاد تدریسي تعمیر مالي لګښت د جمهوري ریاست ملاټړې ادارې له خوا ورکول کیږي.
داپه داسې حال کې ده چې ملي پراختیا شرکت له دې وړاندې کابل پوهنتون کې دوه معیاري لیلیې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.