سه شنبه ۵ زمری ۱۴۰۰
کونړ ولایت کې د ورزشي جمنازیم د جوړیدو چارې د بشپړیدو په حال کې دي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه جمنازیم چې د جوړولو چارې یې دملي پراختیا شرکت اړوندبنایي ودانیز ریاست له لوري پرمخ وړل کیږي مالي لګښت یې د جمهوري ریاست ملاتړې ادارې لخوا ورکول کیږي او تردې مهاله یې ۹۲ سلنه رغنیزې چارې بشپړې شوې دي.
یاد جمنازیم په څه دپاسه ۴۵۰۰ متر مربع مساحت ځمکه کې له ټولو اړینو ملحقاتو سره جوړیږي چی په يو وخت کې به د شاوخوا ۱۵۰۰ تنه نندارچيانو د ځاییدو ظرفيت ولري.
د یادونې وړ ده چې په دې ولایت کې له جمنازیم سربیره د ملي پراختیا شرکت له لوري دڅو نورو بیلابیلو ودانیزو پروژو رغنیزې چارې روانې دي چې په پرانیستو سره به ېې اړونده برخو کې د خلکو ستونزې هوارې شي.