چهارشنبه ۶ زمری ۱۴۰۰
د نیمروز ولایت پوهنتون کې د یو باب لیلیې د جوړولو چارې به ډیر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د نیمروز پوهنتون لیلیه په شپږو پوړونو کې د ټولو اړینو ملحقاتو په درلودلو سره جوړیږي،په یو وخت کې به د ۱۰۰۰ تنه محصلینو د ځایدو وړتیا ولري.
دغه لیلیه د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لوري جوړیږي چې مالي لګښت يي د جمهوري ریاست ملاټړې ادارې له خوا ورکول کیږي او عملي چاري يې ۹۰ سلنه بشپړې شوي دي.
دغه لیلیه په داسې حال کې د ملي پراختیا شرکت له لوري جوړیږي چې دروان کال په اوږدوکې لسګونه لیلیې په بیلابیلو ولایتونوکې د محصلینو د ستونزو له منځه وړلو په موخه ددې شرکت له لوري جوړې شوي دي.