پنجشنه ۶ زمری ۱۴۰۰
په ننګرهار ولایت کې د رینګ روډ سیمه کې د سړو خونو رغنیزې چارې د ملي پراختیا شرکت بنایي ودانیز ریاست له لوري پرمخ روانې دي.
دغه یو پوړیزه سړې خونې په ۳۶۰۰ متر مربع مساحت ځمکه کې په معیاري ډول جوړیږی چې په یو وخت کې به ۱۵۰۰۰مټریک ټن تازه میوو اوسبزیجاتوساتلو وړتیا ولري.
د یادوسړو خونو جوړولو مالي لګښت د جمهوري ریاست ملاتړې ادارې له خوا ورکول کیږی.
دیا دونې وړ ده چې اوسمهال په کابل، فاریاب، بلخ، قندهار، فراه او نیمروز ولایتونوکې هم یوشمیر سړې خونې د ملي پراختیا شرکت له لوري دجوړیدو په حال کې دي.