یکشنبه ۱۰ زمری ۱۴۰۰
د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار کې د یو باب ښوونځي د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو دی.
دغه ښوونځی ۲۴ درسي خونې لري چې د ټولو اړینو ملحقاتو سره د ملي پراختیا شرکت کور جوړونې ودانیز ریاست له لوري جوړ شوی او مالي لګښت يې د ښار جوړونې او ځمکو وزارت لخوا ورکړل شوی دی.
د یا دونې وړ ده چې ملي پراختیا شرکت د زده کوونکو د ستونزو راکمولو په موخه په بیلابیلو ولایتونو کې ښوونځي جوړ او کټې اخیستنې ته سپارلي دي.