چهارشنبه ۱۳ زمری ۱۴۰۰
د عدلیې وزارت پخوانۍ ودانۍ چې دکابل ښار پښتونستان واټ سره موقعیت لري د بیارغولو چارې به یې ډیر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه ودانۍ په دریو پوړونو کې د ټولو اړینو ملحقاتو لکه: اوبو رسونې سیستم، بريښنا سیستم، فاضله اوبو سیستم او نورو معیاري امکاناتو په درلودلو سره بیارغول شوې ده.
د عدلیې وزارت پخوانۍ ودانۍ د ملي پراختیا شرکت افغاني ودانیز ریاست له لوري د جمهوري ریاست ملاټړې ادارې په مالي لګښت بیارغول کیږي چې ۹۵ سلنه عملي چارې يې پرمخ تللي دي.
دغه ودانۍ په داسې حال کې بیارغول کیږي چې همدا مهال لسګونه بیلابیلې دولتي ادارې د ملي پراختیا شرکت له لوري د جوړیدو او بیارغولو په حال کې دي.