پنجشنبه ۲۱ زمری ۱۴۰۰
لوګر ولایت کې د یو باب ملیمستون د جوړولو چارې په چټکې سره رواني دي چې ۴۵ سلنه عملي چارې يې بشپړې شوي دي.
دغه ملیمستون ۷۷۵ مربع مترمساحت ځمکه باندي په دریو پوړونو کې جوړیږي چې ۲۴ بیلابیلې خونې او یو لوی تالار لري.
ددې ملیمستون د جوړولو چارې د ملي پراختیا شرکت افغاني وادنیز ریاست پرمخ وړي چې مالی لګښت يې د محلي اروګانونو انسجام ریاست له لورې ورکول کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي پراختیا شرکت له لوري په لوګر ولایت کې بیلابیلې نورې وادنیزې پروژې هم دجوړیدو په حال کې دي چې ډیر ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل وشي.