د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش او مل تخنیکي ټیم بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د قوش تېپې کرنیز کانال له چارو څخه لیدنه وکړه.
د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس وویل: د افغانستان د ډېری وګړو ژوند پر کرنې پورې تړلی دی، چې د دې کانال په بشپړېدلو سره به د یوې لویې برخې وګړو کرنیزې او اقتصادي ستونزې لمنځه ولاړې شي.
نوموړي د کانال له چارو څخه خوښي څرګنده کړه او هم یې په ښه کیفیت، سرعت د ټینګار ترڅنګ زیاته کړه، د دې کانال بودیجه د هېواد له ملي بودیجې څخه ورکول کېږي او مخکې له ټاکل شوې نېټې څخه به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په دې پروژه کې ۴۰۰۰ ماشینري، شاوخوا ۷۰۰۰ کسان او په لسګونو قرار دادي شرکتونه په کار بوخت دي.
اوس مهال د کانال د لومړي فاز د کیندنې ترڅنګ په سربند، مزار شریف – حیرتانو سړک پر سر پل او هم د مزار شرف – حیرتانو ترمنځ د رېل پټلۍ پر سر پل په جوړولو باندې هم کار روان دی، چې د ملي پراختیا شرکت د تخنیکي ټیمونو له لوري یې څارنه کېږي.
د یادولو وړ دی، دا کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی او ۱۵۲ متره پلنوالی لري، چې د بلخ ولایت له کلدار ولسوالۍ څخه پيل او د فاریاب ولایت تر اندخوی ولسوالۍ پورې رسېږي.