د عمومي اجرائیوي رئیس پیغام (وینا)

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيم

ملي پراختیا شرکت د کرنې، استېدنې (مسکن)، انرژۍ، تولید، ودانونې (ساختمان) او نورو بنسټیزو برخو د کیفیت او پایښت په مقصد، همدارنګه د پرمختګ، پراختیا، صنعت، اقتصادي ودې، سوداګری او د کارموندنې په چارو کې د چټکتیا،  او په ټولیز ډول د هېواد د لوړوالي او سوکالۍ په موخه جوړ شوی دی.

له همدې ‌امله؛  د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه عالي مقام او رهبرۍ څخه، پر ما او د شرکت په کاري ډلې د باور او ملاتړ له امله،  مننه کوم.

په دې کې شک نشته، چې د دې شرکت لېدلوري او موخو ته رسېدنه، د کاري ډلې په تخصص، ژمنتیا، معاصرو کنټرولوونکو او څارونکو میکانیزمونو په پلي کېدا او د روڼتیا په خوندیتوب کې نغښتي دي.

په همدې بنسټ؛ دا شرکت پر کاري چاپېریال د حاکمو اصولو او ارزښتونو په ساتلو د اسلامي شریعت د احکامو، هېواد د نافذه قوانینو، مقرراتو او شرکت د اساسنامې سره سم او د رهبرۍ او مدیریت نویو لارو چارو څخه په ګټنې؛ د اغیزمنتوب، مسئولیت مننې، ځواب او حساب ورکونې په رعایت کولو سره د ملي لومړیتوب لرونکو بنسټیزو (زېربنائي) پروژو کیفیت او پایښت خوندي کوي، په ټولو کاري برخو کې د پلي کېدا معاصرو لارو چارو څخه په ګټنه، همدارنګه د یو اغېزمن سېسټم پر مټ یې ساتنه او څارنه کې؛ ارزښتناکه ونډه لري.

زه د ملي پراختیا شرکت د اجرائیوي رئیس په توګه  یادونه کوم چې، د ملي پراختیا شرکت تشکیلاتي جوړښت د مسلکيتوب او تخصص په پام کې نیولو سره جوړ شوی دی. د رئيس په ګډون د اجرائیې کمېټې غړي او د شرکت ټولکارکوونکي پر يوه سوکاله او د بې وزلۍ څخه پاک افغانستان باندې باور لري. او دا يې د ملي پراختيا شرکت د ليد لوري په توګه منلي دي. یاد کارکوونکي، د شته سرچنیو څخه د غوره اقتصادي ګټې اخیستنې او د چټک، باکیفیته او پایښت لرونکي کار موندنې، هېواد د شرایطو په پام کې نېولو سره د منلو علمي معیارونو څخه ګټې اخیستنې، مهارتونو، ټکنالوژۍ، پراختیا او پرمختګ په لاره کې، تر وروستۍ کچې هڅه کوي.

موږ باور لرو؛ له خصوصي سکټور سره له نږدې کار او مرستې له لارې کولی شو، د افغانانو هیلې او ارمانونه پوره کړو. ګران هېواد د سوکالۍ او نېکمرغۍ لوړو څوکو ته ورسو، او په نړیواله کورنۍ کې یې ځایګی ثابت کړو.

ملي پراختیا شرکت د هېواد د اړتیاوو په درک کولو سره د پراختیایي پروژو د پلي کوونکې ادارې په توګه د اسلامي شریعت اصولو، هېواد د نافذه قوانینو، مقرراتو او نړیوالو اصولو او پرنسیبونو څخه باخبره او د یو انتفاعي بنسټ په توګه د تخنیکي او ټکنالوژيکي پرمختګونو سره ګام په ګام ان شاءالله خپلو کړنو (فعالیتونو) ته دوام ورکوي.

د یو سوکاله او فقر څخه پاک افغانستان په هیله!

 عبدالرحمن عطاش

د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس