د ملي پراختیا شرکت خبرونه او راپورونه
د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائيوي رئیس د اغا جان بند له سیمې څخه د لېدنې په موخه ارزګان ولایت ته سفر وکړ
د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائيوي رئیس محترم عبدالرحمن عطاش، چې تخنیکي پلاوي او د اروزګان ولايت ځايي مسوولينو یې [...]
د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس: د هېواد اقتصادي وده، شفافیت او نوښت زموږ لومړیتوبونه دي
پنجشنبه ۱۴۴۶ ھ ق کال شوال ۵مه/ ۱۴۰۴ هـ ش د وري په ۱۴مه نېټه د ملي پراختیا شرکت عمومي [...]
د افغانستان اسلامي امارت یوه لوړ پوړي پلاوي د قوش تېپې کانال چارو څخه د لیدنې لپاره دغې سیمه ته سفر وکړ
چهارشنبه ۱۴۴۶ ھ ق کال شعبان ۲۰مه/ ۱۴۰۳ هـ ش کب په ۱ نېټه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ [...]
خبرتیا!
د ملي پراختیا شرکت پلان لري، چې د لاله استوګنیز ښارګوټي او د بګرامیو ښارګوټي لومړی فاز د ۱۴۰۴ لمریز [...]
د ملي پراختیا شرکت داوطلبی
د ملي پراختيا شرکت د املاکو رياست غواړي، چې خپل لاندې ذکر شوي جايدادونه د درېيو کلونو لپاره هېوادوالو ته په قرارداد ورکړي.
1. په امارات ښارګوټي کې ۲۰مه او ۴۶مه شمېره غرفې چې نهه متره مربع مساحت لري 2. په امارات ښارګوټي کې ۱۸مه، ۱۹مه او ۲۱مه شمېره غرفې چې څلور متره مربع مساحت لري. 3. د قصبې بازار کې ۲مه شمېره تيپيک هټۍ/دوکان چې ۵۱.۵ متره مربع مساحت لري. 4. د قصبې بازار کې ۳مه شمېره تيپيک هټۍ/دوکان چې ۸۲.۵ متره مربع مساحت لري. 5. د قصبې بازار کې ۴مه شمېره تيپيک هټۍ/دوکان چې ۶۳.۵ متره مربع مساحت لري. 6. د [...]
د ازادې سیالۍ له لارې د غوري سمنټو د پلور اعلان
د ملي پراختیا شرکت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۴ کال لپاره د غوري سمنټو فابریکې ۲۱۰،۰۰۰ ټنه تولیدي سمنټ د ازادې سیالۍ له لارې پلور ته وړاندې کړي.هغه کسان، چې غواړي په دې ازاده سیالۍ کې ګډون وکړي، کولای شي د ملي پراختیا شرکت له مرکزي دفتر څخه، چې د کابل ښار ۱۵ ناحیې په قصبې سیمه کې واقع دی، د سمنټو د پلور شرط پاڼه ترلاسه کړي.ګډون کوونکي باید خپل وړاندیزونه د ملي پراختیا شرکت د عامه [...]
مناقصې لپاره د داوطلبی اعلان
ملي پراختیاشرکت د تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې (د پکتیکا ولایت د پلتوني بند پروژي د پلچکونو ودانېزو چارو په پار د مختلفو سایزونو په کچه ګول سیخ او (mm1) سیم د پيرلو، پورته کولو، لېږد او تخلیې لپاره د تخنیکي ځانګړتیاوو سره سم) اعلان ته وسپارې. نو له همدې کبله، له ټولو شرایطو وړ لیوال شرکتونو څخه غوښتنه کیږي چې، د مناقصې په پروسه کې د ګډون لپاره د یادې شرطنامې یوه کاپي د ملي پراختیا شرکت [...]
ارزښتونه
د اسلامي شریعت معتقداتو او احکامو رعايتول، د هېواد ملي ګټو ته ژمنتیا، انساني کرامت ته درناوى، په کار کې د هر ډول فساد څخه ډډه کول، کیفیت، اقتصادي والی، چټکتیا (سرعت)، رونټیا او ريښتینولي د ملي پراختیا شرکت تر ټولو ارزښتمند اصول دي.
جوړونه او رغونه
- د ټولګټو ودانیو جوړول
- د استوګنیزو ښارګوټو جوړول
- اوبو د بندونو جوړول او د کانالونو ویستل
- د لرغونو او تاریخي ځایونو بیارغونه
تولید
- د سمنټو تولید
- د وړاندې جوړو شوو ودانیزو توکو تولید
- د وسپنيزو توکو تولید
- د صنعتي او کرنیزو ماشین آلاتو تولید
کانونه
- د کانونو موندنه (اکتشاف)
- د کانونو کېندنه (استخراج)
- د کانونو مدیریت
کرنه
- د ترقي بڼ
- د قوش تېپي کرنیز کمپلکس
- کرنیز علمي څېړنېز(تحقیقاتي) مرکز
- کرنیز فارم
پلورنه
- د ډبرو سکرو پلورل
- د سمنټو پلورل
- د آپارتمانونو پلورل
چوپړتیاوي(خدمتونه)
- ټرانسپورټي چوپړتیاوي (بار وړل)
- مشورتي چوپړتیاوي
د عمومي اجرئیوي رئیس پیغام (وینا)
ملي پراختیا شرکت د کرنې، استېدنې (مسکن)، انرژۍ، تولید، ودانونې (ساختمان) او نورو بنسټیزو برخو د کیفیت او پایښت په مقصد، همدارنګه د پرمختګ، پراختیا، صنعت، اقتصادي ودې، سوداګری او د کارموندنې په چارو کې د چټکتیا، او په ټولیز ډول د هېواد د لوړوالي او سوکالۍ په موخه جوړ شوی دی.