Loading...
ساختماني راپورونه2026-05-09T15:31:14+04:30

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په هیواد کې د کب روزنې د پراختیا لپاره هڅې پیل کړي

دوشنبه ۲۹ مرغومی ۱۳۹۹ له کله نه چې ننګرهار کانال د ملي پراختیا شرکت اړوند شوی کارونه يې له پراختیايي پلان سره سم په چټکۍ سره پر مخ روان دي او په بیلابیلو څانګو او کاري برخو کې ېې په سلهاوو هیوادوال په مستقیم او په زرهاوو تنه په غیرې مسقتیم ډول په کار بوخت دي چې یو له هغو څانګو څخه د کبانو حوضونه دي. د ملي پراختیا شرکت په هیواد کې د کب روزنې د پراختیا او د کورنۍ اړتیا د پوره کولو لپاره، د کبانو د پالنې د سلګونه تولیدي فارمونو د جوړولو په موخه د ننګرهار ولایت ثمرخېلو سیمه کې د خپل ملکیت شاوخوا ۵۰۰ جریبه ځمکه ځانکړې کړې؛ ۲۰ حوضونو کارونه پیل چې د لسو چارې ېې بشپړې او له ډلې ېې څلور ګټې اخیستنې ته وړاندې شوي هم دي. د کبانو د څلورو حوضونو له ډلې په دریو کې يې شاوخوا ۶زره کبان اچول شوي او څلورم حوض کې ۳۳۷ مادرسټاک کبانو پالنه هم پيل شوې چې د ټولو حوضونو له بشپړیدو وروسته به د کبانو له پلور څخه په میلیونونه افغانۍ کلنی عاید ترلاسه او له ګاونډیو هیوادونو څخه د کبانو د وارداتو کچه به هم راټیټه شي.

جنوري 18th, 2021|Categories: وادي ننګرهار کرنیز شرکت|

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت، د خرما بڼونو کې د نباتي امراضو او آفاتو د مخنيوي په موخه فعاليتونه پېل کړل

یکشنبه ۲۸ مرغومې ۱۳۹۹ په معیاري ډول د ودانیزو چارو د ترسره کیدو تر څنګ، د ملي پراختيا شرکت کرنیزې پراختیا ته هم ځانګړې پاملرنه لري او هڅه کوي له خپلو اړوند کرنیزو ځمکو څخه ښه استفاده وکړي. په همدۍ موخه د ملي پراختيا شرکت او د ننګرهار وادي کرنیز شرکت رهبرۍ او مسئولین لاس په کار شوي څو د ننګر هار کانال د زراعتي ځمکو ښه ساتنه او هلته له شته بڼونو، چې یو له هغوی څخه د خرماوو بڼ دی ښه پالنه وکړي. دمګړۍ د خرماوو د حاصلاتو د لوړوالي او د ونو د امراضو او آفاتو د وقایې په موخه، ۳۰ تنه فني او مسلکي کارګرو د خرما په بڼ کې د ونو د بیخونو د نرمکارۍ، حېواني سرې د ورکړې، ګرده فشاني او انتقال او د خرما ونو د سمون لړۍ پېل کړې، چې د حاصلاتو په لوړوالې کې به کټوره واقع شي. د یادونې وړر ده له کله چې د ننګرهار وادی کرنیز شرکت د ملي پراختیا شرکت اړوند شوی، په هره برخه کې ېې سمون راغلی او همداشان د خُرماوو حاصلات ېې هم څو چنده زیات شوي دي.

جنوري 17th, 2021|Categories: وادي ننګرهار کرنیز شرکت|

هرات کی د مزدا خان حوض د بیارغوني چاري بشپړې شوې

شنبه ۲۷ مرغومې ۱۳۹۹ د مزدا خان تاریخي حوض چې د هرات ولایت په نهمه ناحیه کې موقعیت لري او د تیموریانو دورې له پاتې آثارو څخه ګڼل کیږي؛ د ۸۵۰ او ۹۱۱ قمري کلونو ترمنځ جوړ شوی دی. دا حوض چې د اوبو د زيرمه کولو په موخه، د ۱۲.۲ مترو په وږدوالي او ۷.۳ مترو پلنوالي سره جوړ شوی، هغه وخت ېې ددې وړتیا درلوده چې د سیمې د خلکو ستونزې د څښاک اوبو د کمښت له اړخه حل کړي. د مزدا خان لرغونی حوض چې د وخت په تیریدو او نه پاملرنې له امله له نابودۍ سره مخ وو، د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیزې تصدۍ لخوا له سره بیا ورغول شو چې عملي چارې ېې تیره ورځ پای ته ورسیدې.

جنوري 16th, 2021|Categories: بیارغونه|

د ننګرهار ولایت د شینوارو د هسکې مینی جومات

دا هغه جومات دی چې د ننګرهار ولایت د شینوارو د هسکې مینی په جودرې کلي کې موقعیت لري او د یوې چاودنې په پایله کې دروند زیان لیدلی وو او لسګونه تنه پکې شهیدان شوي وو. دمګړۍ ېې رغنیز او د ترمیم چارې د ملي پراختیا شرکت لخوا کابو بشپړ شوي او ډير ژر به پرانیستل شي.

جنوري 16th, 2021|Categories: جوړول|

د غوري سمنټو، شاوخوا ځمکو (ترقي بڼ) کې د انجې کرکېلي پیل

پنجشنبه ۲۵ مرغومې ۱۳۹۹ د غوری سمنټو فابریکو ریاست د ترقي بڼ په نوم د پروژې له پلان سره سم، دا ځل د زینتي او میوه لرونکو نیالګیو د کښت ترڅنګ، د دې فابریکې شاوخوا ۱۸۰جریبه ځمکه د انجې یا هنګ بوټو د کښت لپاره په پام کې نیولې. د دې بوټو کښت چې په دوه ډوله (تخمي او بوټې) ترسره کیږي، تیره ورځ د غوري سمنټو فابریکو د رییس، مرستیالانو، د زرغونتیا کمیټې د مسئول او اړوند څانګې د ګارګرو په حضور کې په عملي توګه پیل شو. انجه چې يو له دوديز بوټو څخه شمیرل کیږي او تر ډېره د درملو په جوړولو کې ورڅخه کار اخیستل کيږي، په غرنيزو سيمو کې ښه وده کوي، نو د غوري سمنټو فابريکو شاوخوا غونډۍ ېې د کښت لپاره مناسبه ګڼل شوي دي. د یادونې وړ ده چې د ترقي بڼ تیر کال د چاپیریال ساتنې، د زرغون کمربند او چاپیریال د رامنځته کولو او د غوري سمنټو فابریکو د شاوخوا ځمکو د غصب د مخنیوي په موخه جوړ شو؛ چې په لومړي فاز کې یې شاوخوا ۱۳۰ جریبه ځمکه په میوه لرونکو او زینتي ونو سره زرغونه شوې ده.

جنوري 16th, 2021|Categories: راپورونه|

د هرات ولایت کهسان ولسوالۍ د جومات ودانولو عملي کار پیل شو

پنجشنبه ۲۵ مرغومې ۱۳۹۹ هغه مراسمو کې چې تیره ورځ د هرات ولایت کهسان ولسوالۍ کې د یو محراب جومات د عملي چارو د پیل په مناسبت جوړ شوي وو، په کې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ او د ملي پراختیا عملیاتي ادارې د استازو تر څنګ، ددې ولسوالۍ ولسوال، د امنیت آمر او ځايي چارواکو، مشرانو او منتفذینو برخه اخیستې وه. د ملي پراختیا شرکت استازې ددې پروژې د ټولو چارو د تطبیق او تمویل په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال؛ د جومات کار پیل، د هیواد د ودانولو او فلاح په لور ګام وګاڼه. همدا راز ولسوال د دې پروژې د هر څه ژر پلې کیدو غوښتنه وکړه او له مسئولینو څخه یې وغوښتل چې کارونه په معیارونو او تړون کې د ذکر شوي نورمونو سره سم ترسره کړي. د مراسمو په پای کې د جومات د بنسټ ډبره په رسمي ډول کېښودل شوه او د دې پروژې انجنیرانو او کارګرو لخوا ېې ودانیز کارونه پیل شول.

جنوري 14th, 2021|Categories: جوړول|
Go to Top