مولوي عبدالسلام حنفي د ملي پراختیا شرکت د مرکزي دفتر څخه لیدنه وکړه
د ا.ا.ا ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ملي پراختیا شرکت د مرکزي دفتر ودانۍ د جوړولو له چارو او د عامه اړیکو له څانګې څخه د لیدنې تر څنګ د شرکت له کړنو خوښۍ څرګنده کړه او د ملي پراختیا شرکت له لوري روانې چارې یې د هېواد د آبادۍ او پرمختګ په برخه کې مهمې او اړینې وبللې. د ملي پراختیا شرکت عموموي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش د ښاغلي محترم مولوي عبدالسلام حنفي له راتګ مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې ملي پراختیا شرکت به د تل په څېر خپلې چارې په پوره صداقت او رېښتینولۍ پرمخ بیایي.
د ا.ا.ا د ریاست الوزراء اداري مرستیال د قوش تېپې د ستر او ملي کانال له چارو لیدنه وکړه
بلخ ولایت ته د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوي رییس الحاج عبدالرحمن عطاش او مل پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د قوش تېپې کانال له بېلا بېلو برخو لیدنه وکړه. د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د قوش تېپې کانال له چارو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د کانال د دوهم او درېیم فاز په طرح او ډیزاین هم چټک کار روان دی. د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوي رییس عبدالرحمن عطاش له راغلي لوړ پوړي پلاوي مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د دې سترې او ملي پروژې چارې به د پخوا په څېر په پوره صداقت او هېوادنۍ مینې پرمخ وړي. د قوش تېپې کانال د هېواد په شمال کې د ملي پراختیا شرکت له سترو پروژو څخه ده، چې دا مهال په کې تر ۳۲۰۰ ډېره ماشینري په کار بوخت او چارې یې په ډېرې چټکۍ پرمخ روانې دي.
د قوش تېپې د ستر او ملي کانال د سربند د جوړونې چارې پيل شوې
بلخ ته د ملی پراختیا شرکت عمومي اجرایوي رییس، د ا.ا.ا ویاند او مل پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د قوش تېپې کانال د سربند د جوړونې چارې پيل کړې. د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوي رییس عبدالرحمن عطاش بلخ ولایت د خپل سفر په ترڅ کې د قوش تېپې کانال د سربند د جوړونې چارې پيل او ځایي مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د سربند په جوړونه کې کیفیت او کمیت ته جدي پاملرنه وکړي او د هېواد د دې سترې او ملي پروژه پرمخ وړلو کې د تېر په څېر له پوره صداقت او ایماندارۍ کار واخلي. د ا.ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد د قوش تېپې کانال د هېواد په تاریخ کې یوه ستره او ملي پروژه یاده کړه او د دې پروژې د تطبیق له امله یې د ملي پراختیا شرکت له رهبرۍ او کارکوونکو مننه وکړه، چې په پوره رېښتینولۍ یې چارې پرمخ وړي. د قوش تېپې کانال سربند د بلخ ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د آمو پر سیند جوړېږي او له همدې سربند څخه به اوبه دې کانال ته راځي، د بلخ او جوزجان له ولایتونو څخه په تېرېدلو سره به د فاریاب ولایت تر اندخوی ولسوالۍ پورې رسېږي.
د قوش تېپې کانال د هېواد یوه حیاتي پروژه ده او ا.ا.ا. ژمن دی، چې چارې يې په ښه کیفیت او ګړندۍ توګه بشپړې کړي
د هېواد شمال ته د قوش تېپې د ستر او ملي کانال د چارو د لیدنې لپاره د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور، د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالولي عادل او تخنیکي ټیمونو سفر وکړ او د قوش تېپې کانال له بېلا بېلو برخو یې له نږدې لیدنه وکړه او د هېواد د آبادۍ او ځان بساینې لپاره یې د ملي پراختیا شرکت کړنې وستایلې. د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور وویل، د قوش تېپې کانال د هېواد یوه حیاتي پروژه ده او ا.ا.ا. ژمن دی، چې چارې يې په ښه کیفیت او ګړندۍ توګه بشپړې کړي او په دې برخه کې یې د ملي پراختیا شرکت کړنې وستایلې، چې د هېواد د آبادۍ او پرمختګ په برخه کې یې کوټلي ګامونه اخیستي دي. د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالولي عادل وویل، اوس مهال د قوش تېپې کانال چارې په ښه توګه پرمخ روانې دي او ملت ته ډاډ ورکوو، چې د دې پروژې چارې به په ښه کیفیت او ګړندۍ توګه پرمخ بیایو. د یادولو وړ دی، چې د دې کانال چارې اووه میاشتې مخکې د ا.ا.ا. د ملي پراختیا شرکت له لورې پيل شوې او اوس مهال د قوش تېپې کانال کې له ۲۵۵۰ څخه ډېره ماشینری په کار بوخت ده، چې له ۴۰۰۰ څخه ډېر کسانو ته په کې د کار زمینه برابره [...]
د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ د تورې بند له پروژې لیدنه وکړه
د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ او فني ټیم له پروژو څخه د لیدنو په لړ کې دا ځل زابل ولایت ته سفر وکړ، د تورې له بند څخه یې لیدنه وکړه او د دې پروژې چارې یې له نږدې وکتلې. د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوي رییس عبدالرحمن عطاش د تورې بند یوه مهمه پروژه یاده کړه او ټینګار یې وکړ ترڅو د پروژې د تطبیق پرمها ل کیفیت او سرعت په پام کې ونیول شي او هم یې د پروژې مسوولینو ته دنده وسپارله ترڅو د اوبو د دې حیاتي بند چارې د اوبو او انرژۍ وزارت او د زابل له محلي ادارې سره په ښې همغږۍ مخکې یوسي. د اوبو دا بند د زابل ولایت مرکز قلات ښار په څلور کیلومترۍ کې موقعیت لري، د موسمي اوبو د ذخیره کولو، کرنې ودې او د برېښنا تولید لپاره جوړېږي، چې د تطبیق چارې یې د ملي پراختیا شرکت د هلمند ودانیز ریاست له لوري پرمخ وړل کېږي. د یادولو وړ دی، د تورې بند ۲۵ متره جګوالی، ۷۰ متره اوږدوالی لري او ۲.۹ میلیونه متره معکبه اوبه ذخیره کوي، چې د ۱۰۰ کیلو واټه برېښنا د تولید ظرفیت لرلو سر بېره به ۶۰۰ هکټاره کرنیره ځمکه هم خړوبه کړي.
د کمال خان بند د ترکو او قلعه افضل کانالونو له چارو د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوي رییس لیدنه او ارزونه
د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوي رییس عبدالرحمن عطاش له پروژو څخه د لیدنو او ارزونو په لړ کې دا ځل د کمال خان بند د ترکو او قلعه افضل کانالونو له چارو څخه لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوی رییس د دې پروژې د چارو له پرمختګونو خوښي څرګنده کړه او مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه ترڅو په چارو کې کیفیت، دقت او سرعت په پام کې ونیسي. ښاغلي عبدالرحمن عطاش د کمال خان بند له کانالونو د لیدنې پرمهال زیاته کړه، دا پروژه یوه ملي پروژه ده او د افغانستان د خوړو خوندیتوب په کې نغښتی دی نو باید په دې برخه کې ډېره انرژي مصرف کړو. د دې کانالونو د کیندنې چارې د ملي پراختیا شرکت د بنایي ودانیز ریاست له لوري پرمخ وړل کېږي، چې مالي بودیجه یې د افغانستان اسلامي امارت له لوري ورکول کېږي. د یادولو وړ دی، دا کانالونه د کمال خان بند له اصلي کانالونو څخه دي، چې د ترکو او قلعه افضل کانالونو له جوړېدو وروسته به د څه باندې ۴۹ زره هکټاره وچو او بې حاصله ځمکو د خړوبولو تر څنګ په نیمروز ولایت کې د کرنې د ودې او کارموندنې زمینه هم مساعده شي.