د ارزاقو شرکت :
د ارزاقو عمومي ریاست په ۱۳۱۶لمریز یا په ۱۹۳۷ زیږدیز کال کې د وخت د دولت په چوکاټ کې د ارزاقو د شرکت په نوم رامنځته شو او په دې موده کې ېې د متعددو وزارتونو تر رهبرۍ لاندې په بیلابیلو نومونو فعالیت کړی دی.
د ارزاقو د تصدۍ اصلي مسؤلیتونه په کلیوالي او ښاري سیمو کې دولتي کارمندانو، وسله والو ځواکونو، متقاعدینو، اړمنو او د شهیدانو ورثې ته، د کوپون او لومړنيو اړتیاوو لکه د اوړو، بورې، غوړیو، چای او د صابون توزیع کول وو. همداراز د سوداګریزو چوپړتیاوو او پانګونې په برخه کې له کورنیو سرچینو څخه د غنمو یا له کروندګرو څخه د اضافي محصولاتو او غلو په پیرودلو، د کرهنیزو کوپراتیفونو په برخه کې فعالیت لري.
او دې ریاست په مرکز او ولایاتو کې د پوهنتونو، روغتونو او پوهنې وزارت او د هیواد نورو اوسیدونکو د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو برخه کې ارزښتناکه چوپړتیاوې وړاندې کړي او خپل پراختیايي واټن ېې په بریالیتوب سره ترسره کړی دی.
پدې وروستیو کې د جمهوري ریاست د عالي مقام د ۱۵/۱۱/ ۱۳۹۸نیټې د ۲۸نمبر فرمان په اساس دولتي شرکت ته ېې شخصیت بدلون وموند او د ملي پراختیا شرکت په چوکاټ کې فعالیت کوي.