افغاني ودانیز ریاست
د افغاني ودانیزه دستګاه د هلمند ودانیزې تصدۍ یو څانګه وه، چې په ۱۳۴۳ کال کې د ۱۹۶۵ میلادي کال سره سمون خوري، د ۱۰۰ میلیونه لومړنۍ پانګې سره د هغه وخت د حکومت د پرېکړې پر بنسټ له هلمند تصدۍ څخه جلا او د خپلواکې تصدۍ په توګه یې په چارو پیل وکړ. دغه تصدۍ په هېواد کې د ساختماني سکتور د اړتیا وړ موادو د تولید مسئولیت په غاړه درلود او ۲۴۰۰ انجینران او کارکونکي یې په اړوندو سکتورونو کې او تر ۲۰۰۰ ډېر کارګر یې په اړوندو سکتورونو کې د شته اړتیاو د پوره کولو لپاره په دندو ګمارلي وو.
د دې تصدۍ مهمې لاسته راوړنې د مخابراتو وزارت د ۱۸ پوړیزې ودانۍ، د پامیر سینما د ۱۴ پوړیزې ودانۍ، د انټرکانټیننټل هوټل او د صدارت په انګړ کې د مرمرینې ماڼۍ جوړول یې بېلګې دي. باید وویل شي، چې په ټول هېواد کې د تاریخي آبداتو او جوماتونو بیارغونه د دغې تصدۍ بل فعالیت ګڼلی شو. نوموړې تصدۍ د هغه مهال د جمهوري ریاست د ۱۳۹۸/۱۱/۱۵ نېټې د (۲۸) ګڼې فرمان له مخې خپل قانوني شخصيت بدل او له ملي پراختيا شرکت سره يو ځای شوه. د دې ترڅنګ نوموړې تصدۍ د دغه شرکت اړوند د ټولو ودانیزو او زیربنایي پروژو د جوړولو دنده په غاړه لري او په عملي توګه د ساختماني چارو په برخه کې د ملي لومړیتوب لرونکو پروژو په پلي کولو کې بوخته ده.