پنجشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۹
په بادغیس ولایت کې د لوبو یو باب جنمازیم چې ودانیزې چارې ېې نږدې ۷۲سلنه پرمخ وړل شوي، تر راتلونکي پسرلي به بشپړې او لوبغاړي به وشي کولی ورڅخه ګټه پور ته کړي.
دا جمنازیم چې په یو وخت کې د سپورټي پروګرامونو د شاوخوا ۱۵۰۰ مینوالو او لیدونکو د ځاییدو ظرفیت لري، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ ېې ودانیزې چارې، د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزه تصدۍ پرمخ وړي.
د یادونې وړ ده چې له جمنازیم سربیره په دې ولایت کې د ملي پراختیا شرکت لخوا په څو نورو ودانیزو پروژو هم چارې روانې دي چې پرانیستو سره به ېې اړوند برخو کې د خلکو ستونزې حل شي.