چهار شنبه ۸ سلواغه ۱۳۹۹
په بادغیس ولایت کې د یو باب پنځوس بستریز روغتون ودانیزې چارې دوام لري، چې د کویډ ۱۹ ناروغۍ د درملنې تر څنګ به، په نورو روغتیايي برخو کې هم خدمات وړاندي کړي او هڅه کیږی چې په خپل ټاکلي وخت ېې کارونه بشپړ شي.
دا روغتون چې له وړاندې جوړو ودانیزو ټوټو څخه په ګټې اخیستنې سره ودانیږي؛ عملیات خونه، او پي ډي، اکسرې او عاجله څانګه، لابراتوار، د وینې بانک، درملتون او نورې اړینې برخې لري.
ددې پروژې مالي لګښت د آسیا پراختیايي بانک لخوا ورکول شوی او ودانیزې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت اړوند د کور جوړونې شرکت لخوا پلې کیږي.