دو شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۳۹۹
د بدخشان ولایت ارگو ولسوالۍ په سبزی بهار ښارګوټې کې د ملي پراختیا شرکت لخوا یو باب جومات دوه پوړیز جومات تر ودانیزو چارو لاندې دی.
دا جومات چې په۲۱۰ مترمربع سیمه کې په ۸ ضلعي بڼه جوړیږي او د ودانیزو چارو لګښت ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې له بودجې څخه ورکول کیږي، ودانیزې او تخنیکي چارې ېې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیز ریاست پرمخ وړي.
په دې جومات چې د سلطان ظهیرالدین بابر نوم ایښودل شوی، تر دې دمه ېې ډيره برخه بنسټیز کارونه بشپړ شوي او په پاتې برخو ېې کارونه دوام لري.