د بنايي ودانیز ریاست:

د بنايي ودانیزه تصدي په ۱۳۴۶ لمریزکال کې، چې د  ۱۹۶۷ زیږدیز کال سره سمون خوري، په ۵۰۰ میلیونه افغانیو لومړنۍ پانګې، د بنسټیزو ودانیزو پروژو پلي کوونکي بنسټ په توګه، خپلې چارې پیل کړې.

دا تصدي د ۱۹۹۰مې زیږدیزې لسیزې له جګړو او ورانیو څخه خورا اغیزمنه شوه. د بن غونډې څخه وروسته حکومت ددې تصدۍ د بیا راژوندي کولو،  بیارغونې او پراختیا چارې ترلاس لاندې ونېولې. دې تصدۍ وکولی شو چې د ښاري پراختیا وزارت تر مدیریت لاندې خپلې چارې بیا ځلې پیل او د عملي او پالیسی جوړونکو تګلارو په رڼا کې خپلو ستونزو او ننګونو د حل همدارنګه د کارونو دوام وړتیا پیدا کړي.

د بیا ځلې پیل څخه تر دې دمه، لاندني موارد ددې تصدۍ د مهمو لاسته راوړونو له ډلې څخه ګڼل کېږي:

د دارالامان، جبل السراج، پغمان، امیر شهید ماڼیو او شاهي بڼ بیارغونه؛ چې ددې لرغونو ساحو بیا رغونه، د کیفیت او پایښت له پلوه د پوره ډاډ وړ دي.  ددې ودانیو لرغونتیا عظمت (لویي) ساتل شوې، او  په بیا رغونه او ودوانه کې د سرچینو څخه په احتیاط او سپما، ګټنه شوې ده.

نوموړې تصدي د هغه مهال د جمهوري ریاست د ۱۳۹۸لمریز کال سلواغې میاشتې د۱۵مې  نېټې د (۲۸مې) ګڼې فرمان له مخې، حقوقي شخصیت بدل او ملي پراختیا شرکت سره یو ځای شوه. د ملي پراختیا شرکت د ټولو بنسټیزو ودانیزو پروژو جوړونه او ودانونه د بنایې ودانیز ریاست تر لاس لاندې دي، او د ودانیو په برخه کې د ملي لومړیتوب لرونکو پروژو په پلي کېدا کې عملاً بوخت دی.