یکشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۰
د کابل ولایت بګرامیو ولسوالۍ اړوند په قلعه احمد خان کې په پرمختللو وسایلو سمبال ښارګوټي د جوړیدو چارې پرمخ روانې دي.
د غه ښارګوټی پر۸۲ جریبه ځمکه د ۴۷ بلاکونو چې ۱۶۹۲ د هستوګنې کورونه کیږي په ټولو معیارونو لکه: سوادګریز مارکیټونه، روغتیایي مرکز، ښوونځی، د موټرو تم ځای، جومات، شنه ساحه، د مرکز ګرمۍ سیستم، اور ضد سیستم، فاضله اوبو سيستم، لفټ، وړکتون او نورو اسانتیاوو په درلودلو سره د جوړیدو په حال کې دی.
بګرامیو ښارګوټی چې په درېوو بیلابیلو فازونوکې جوړیږي لومړی فاز یې ۱۱ بلاکونه لري چې له تهکوۍ سره په ۱۰ پوړونوکې جوړیږي چې اوسمهال یې د ۳ بلاکونو کارونه بشپړشوي او د ۸ نورو بلاکونو د جوړیدو چارې يې۶۰ سلنه پرمخ تللي دي.
ددې ښارګوټي دوهم او دریم فازو نه چې ۳۶ بلاکونه لري په دویم فاز کې یې د ۷ بلاکونو د تهداب کیندنې کارونه پیل شوي او د پاتې نورو هغو به یې په نږدې راتلونکي کې پیل شي.
بګرامیو ښارګوټی چې د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ودانیز ریاست له لوري جوړیږي، مالي لګښت يې د کورونو اخیستونکو لخوا د دوه او پنځو کلنو په موده کې د قسط په ډول د ور کړل شويو پيسو څخه تمويليږي.
دا په داسې حال کې ده چې کابل ښار کې د دوو نورو ښارګوټو (لاله او غزنوي) رغنیزي چارې هم د ملي پراختیا شرکت له لوري پرمخ وړل کیږي.