سه شنبه ۴ لیندۍ ۱۳۹۹
د یتیمانو او بیوزلو کورنیو د ماشومانو د روزنې او پالنې لپاره دا روزنتون چې لیلیه، ښوونځی او کلنیک لري، د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ریاست لخوا ېې ودانیزې چارې روانې دي او پکې ۹۰ سلنه پرمختګ شوی.
ددې روزنتون ودانۍ له وړاندې جوړو قطعاتو یا ټوټو څخه په استفادې، د ښارجوړونې او ځمکو وزارت په مالي ملاتړ جوړیږي، چې له پرانیستو سره به نږدې ۲۵۰ تنه ماشومانو ته د روزنې اړوند لازمي اسانتیاوي موجودې وي رامنځته کړي.
همداشان د ملي پراختیا شرکت لخوا له تخار سربیر، په جوزجان، نورستان، لوګر، تخار او دایکندي ولایتونو کې د روزنتونو په جوړولو چارې روانې دي.