دوشنبه ۲۱ چنګاښ۱۴۰۰
په تخار ولایت کې د تازه میوو او سبزیو د ساتلو لپاره یوه معیاري سړه خونه د جوړیدو په حال کې ده.
دغه سړه خونه په ۲ زره متر مربع مساحت ځمکه کې جوړیږي چې ټول اړین ملحقات یې له ورځنیو معیارونو سره برابر په پام کې نیول شوي دي او په یو وخت کې به د ۱۵۰۰ متریک ټنه تازه میوو او سبزیجاتو د ساتنې ظرفیت ولري.
یاده سړه خونه دملي پراختیا شرکت د بنایي ودانیز ریاست له لوري جوړیږي چې مالي لګښت یې جمهوري ریاست ملاټړې ادارې لخوا ورکول کیږي.
ددې سړې خونې په جوړیدو سره به د تخار ولایت بزګرانو ستونزې تر ډیره بریده هوارې شي.
د یادونې وړده چې اوسمهال په بیلابیلو ولایتونوکې ۱۴ بابه معیاري سړې خونې دملي پراختیا شرکت له لوري د جوړیدو په حال کې دي.