دوشنبه ۱۸ زمری ۱۴۰۰
په تخار ولایت کې د ۱،۲ کلیومتره اوبو کانال د مسیر بدلولو او جوړیدو چارې دملي پراختیا شرکت هلمند ودانیز ریاست له لوري ګړندۍ پرمخ روانې دي.
دغه کانال چې د تخار ولایت نمک آب ولسوالۍ یوشمیر سیمو ته يې د څښاک پاکو اوبو او کروندو خړوبولو لپاره ترې ګټه پورته کیده، له معدني سیمو څخه په تیریدو سره يي اوبه تروشې او د څښلو وړ نه وې، خو ملي پراختیا شرکت ددې اوبو مسیر بدلولو لپاره هلې ځلې پیل کړي دي.
دغه پروژه ۱۲۰۰ متره اوږدوالی او ۱۲ متر سور لري چې د ۱۱ زره هکټاره ځمکې د خړبولو وړتیا لري.
په یاده پروژه کې د ځمکې کیندل، د غره برش کول او د اوبو مسیر بدلول شامل دي چې مالي لګښت یې د اوبو د تنظیم ملي ادارې لخوا ورکول کیږي.
دغه پروژه په داسي حال کې د ملي پراختیا شرکت له لوري پلي کیږي چې د هیواد په بیلابیلو برخو کې ددې شرکت له لوري د اوبو بندونو جوړیدو چارې روانې دي، چې یو شمیر بشپړې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې هم دي.