د جبل السراج د سمنټو فابریکه

د جبل السراج سېمټو فابریکه په ۱۳۳۷ لمریز کال کې، چې د  ۱۹۵۷ لیږدیز کال سره سمون خوري  د ۴۰  میلیونه افغانیو لومړنۍ پانګې پر مټ، د یو ونډیز(سهامي) شرکت په توګه جوړه شوه. دا شرکت په ۱۹۷۲ لیږدیز کال کې په یوي دولتي تصدۍ ته یې حقوقي شخصیت بدل او د کانونو او پټرولیم وزارت په چوکات کې یې چارې پر مخ وړې.

د جبل السراج د سېمټو فابرېکې د سېمټو د تولید نړیوالو معیارونو پربنسټ د ورځې ۱۰۰ ټنه وو. ددې فابرېکې ډیرۍ وسایل او ټیکنالوژي له چکوسلواکیا او وروسته له جرمني، روسیې او نورو هېوادونو څخه پېرل کېدل.

دا فابریکه د ټولو ملي پروژو لکه؛ د اوبو زېرمو، سړکونو، دولتي ودانیو، پلونو، پلچکونو او فابریکو لپاره د سېمټو لومړنۍ وړاندې کوونکې فابریکه وه. د یادونې وړ ده؛  په تېرو وختونو کې د دې فابریکې سېمټ ګاونډیو هېوادونو، لکه؛ ایران او پاکستان ته هم صادرېدل.

په هېواد کې د سیاسي بحرانونو او نا امنیو له اغیزه، د جبل السراج د سېمټو تصدۍ د خپل پخواني تولیدي وړتیا ته په کتلو، فعالیت نه شو کولی، له همدې امله د ۱۳۹۸ لمریز کال د غبرګولي  میاشتې په ۱۵مه نېټه، د هغه وخت د جمهوري ریاست د ۲۸ ګڼه فرمان له مخې خپل حقیقي شخصیت بدل او له ملي پراختیا شرکت سره یو ځای شوه.

ملي پراختیا شرکت د جبل السراج د سېمټو فابریکې اړونده وسایلو او ټیکنالوژۍ عصري کولو چاري تر لاس لاندې نېولې دي، تر څو د کورني بازار د اړتیا پوره کولو تر څنګ بهرنیو هېوادونو ته د سېمټو د لېږد بهیر بیا ځلې پیل کړي.