د ملي پراختیا شرکت د کار اساسي فلسفه، د هیواد د دوامدارې پراختیا، هوساینې او پرمختګ لپاره، د اړینو او لمړیتوب درلودونکو بنسټیزو پروژو په عرضه او پلي کولو کې، د علومو، ټیکنالوژۍ او شته تجربو کارول تشکیلوي.
د واحد مدیریت او د پروژو د چارو تخصصي کولو په موخه، د ملي پراختیا شرکت د لمړي ځل لپاره خپل ټول پراختیايي پروګرامونه او پروژې چې په ودانیزو، تولیدي، کرنې او انرژۍ برخو کې ېې فعالیت درلود، د یو واحد الکترونیکي معلوماتي او مدیریتي سیستم لاندې راوستې او په همدې اساس د پروژو ټولې چارې او د ودانیزو او اړینو توکو د چمتو کولو او پیرود په موخه ېې د تدارکاتي پړاوونو ترسره کول، د دې سیسټم لخوا اجرا، مدیریت او څارل کیږي.
د ملي پراختیا شرکت د مشرتابه لیدلوري په پام کې نیولو سره یاد سیسټم، د تدارکاتي او د توکو او اجناسو د پیرود بهیر د لا روڼتیا لپاره، دا برخه هم د الکترونیکي سیسټم له لارې اجرا کوي، کوم چې د تدارکاتي پروسو روڼتیا او چټکتیا تضمینوي.
په همدې موخه د ملي پراختیا شرکت د لا اسانتیا او روڼتیا په هدف خپل تدارکاتي سیسټم د الکترونیکي راکړې ورکړې قانون په رڼا کې ډیزاین کړی؛ خبرتیاوې او د پیرود کڅوړې لاسته راوړل (کوتیشنونه) له دې طریقه، د ۱۴۰۰مالي کال له پیله مدیریت او ترسره کوي.
په همدې موخه ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کیږي څو د تدارکاتي خبرتیاوو ترلاسه کولو لپاره د ملي پراختیا شرکت ویب پاڼې له لارې ځانونه راجستر کړي.
دې WWW.NDC.GOV.AF ویب سایټ ته ولاړ شئ د فرصتونو په مینو کې د خصوصي شرکتونو د ثبت برخه وټاکۍ او په اړوند لینک کې ښکاره شوې فورمه په دقیق ډول ډکه کړۍ او پای کې د ثبت ټاکنه ووهۍ، بیا د مبارکۍ پیغام ترلاسه کوۍ! تاسو به اوس یو بریښنالیک ترلاسه کړئ چې ستاسو د شرکت راجستر تصدیق کوي.
له دې وروسته به تاسو د ملي پراختیا شرکت ټول تدارکاتي اعلانونه خپل بریښنالیک کې له info@pmisndc.gov.af څخه ترلاسه کړئ.