د ملي پراختیا شرکت پلان لري، چې د لاله استوګنیز ښارګوټي او د بګرامیو ښارګوټي لومړی فاز د ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړۍ او دویمه ربع کې افتتاح او پېرودونکو ته وسپاري.
نو ټولو هغو پېرودونکو ته، چې د لاله او بګرامیو استوګنیزو ښارګوټو کې یې اپارتمانونه اخیستي او تر اوسه یې پاتې قسطونه نه دي تحویل، خبر ورکول کېږي، چې له دې خبرتیا وروسته باید د پاتې قسطونو د ورکړې لپاره د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب(حوت) میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې د کابل ښار قصبې سیمه کې د ملي پراختیا شرکت خرڅلاو څانګې ته مراجعه وکړي او خپل پاتې قسطونه تحويل کړي.
که پاتې قسطونه تر ټاکلې نېټې پورې ور نه کړل شول، نو د خرڅلاو څانګې د طرزالعمل له مخې، اپارتمانونه به مسترد او نويو پېرودونکو ته ورکړل شي، چې بيا هېڅ پخوانی پېرېدونکی د شکايت حق نهلري.