دوشنبه ۳ لیندۍ ۱۳۹۹
د ختیځ زون۶۰۰ بستره روغتیايي کمپلکس ودانیزې کارونه په معیاري ډول پر مخ روانې دي.
ددې کمپلکس د بنسټ ډبره د ۱۳۹۷کال چنګاښ میاشت د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د جلال آباد ښار د شپږمې ناحیې په ۲۷۰جریبه مساحت ځمکه کې کیښودل شوه.
دا کمپلکس چې د ۳۵۰ او ۲۵۰بستریزو لویو ودانیو په شمول، اته عصري او مجهزې ودانۍ لري، ودانیزې چارې ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت، د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا پرمخ وړل کیږي.
دا کمپلکس د ناروغانو لپاره د بیلو روغتیايي او تشخصیه څانګو د درلودو ترڅنګ، د ناروغانو او د ناروغ لرونکو د هوساینې او چوپړتیاوو لپاره انتظارخونو او جومات په څیر برخې هم لري، چې له پرانیستو سره به ېې په اړوند برخو کې د ختیځ زون د اوسیدونکو ستونزې حل شي.
دا مهال ددې تر ټولو لوی روغتيايي کمپلکس ودانیزې کارونه، په ښه او لوړ کیفیت سره پر مخ روان دي چې د یوشمیر ودانیو په چارو کې ېې ښه پرمختګ شوی او ځينې ېې د بشپړیدو په حال کې دي