د ملي پراختیا شرکت د املاکو ریاست، د درې کلونو لپاره لاندې ملکیتونه په قرار داد ورکوي.
د کابل ښار د ۱۵ ناحیې اړوند د اماراتو استوګنیز ښارګوټي دکانونه:
۱- د اماراتو ښارګوټي په درېیم فاز کې یو باب دکان د ۳۳.۹۳ متره مربع مساحت کې.
۲- د امارتو ښارګوټي په دوهم فاز کې یو باب دکان د ۱۷.۸ متره مربع مساحت کې.
د کابل ښار د ۵ ناحیې اړوند د خوشحال خان استوګنیز ښارګوټي دکانونه:
۱- د ۶ بلاک اړوند یو باب سوپر مارکېټ په ۲۳۵ متره مربع مساحت کې.
۲- د ۳ بلاک اړوند دوه بابه دکانونه په ۳۳ متره مربع مساحت کې.
۳- د ۴ بلاک اړوند یو باب دکان په ۳۳ متره مربع مساحت کې.
د بګرامیو په ښارګوټي کې یو باب کانتینر د ۱۵ متره مربع مساحت کې.
هغه څوک، چې غواړي قرار داد وکړي د اعلان له خپرېدو وروسته تر ۲۱ ورځو پورې دې خپلې غوښتنپاڼې د کابل ښار د ۱۵ ناحیې اړوند د ملي پراختیا شرکت د املاکو ریاست ته وسپاري، د شرطنامې تر لیدلو وروسته به تضمین ترې اخیستل کېږي.