Loading...
داو طلبي2020-12-09T14:06:57+04:30
1409, 2022

داوطلبی

د ملي پراختیا شرکت د املاکو ریاست، د کابل ښار د ۱۵ ناحیې اړوند د اماراتو استوګنیز ښارګوټي کې  د کور جوړولو ودانیز ریاست ملکیتونه د درې کلونو په قرار داد ورکوي:

 

۱- د اماراتو ښارګوټي په درېیم فاز کې یو باب دکان په ۳۳.۹۳ متره مربع مساحت کې.

۲- د اماراتو ښارګوټي په دوهم فاز کې یو باب دکان په ۱۷.۸ متره مربع مساحت کې.

 

هغه څوک، چې غواړي قرار داد وکړي د اعلان له خپرېدو  وروسته تر ۲۱ ورځو پورې دې خپلې غوښتنپاڼې د کابل ښار د ۱۵ ناحیې اړوند د ملي پراختیا شرکت د املاکو ریاست ته وسپاري، د شرطنامې تر لیدلو وروسته به تضمین ترې اخیستل کېږي.

1701, 2021

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

د ملي پراختیا شرکت د ارزاقو تصدی په پام کې لري څو د جلال آباد ښار درمسال چوک ته څيرمه مارکیټ کې خپل اړوند یو شمیر هټۍ او غرفې په جلا جلا ډول د داوطلبۍ او مزایدې له لارې په کرایه ورکړي.
هغه اشخاص چې په کرایه د اخیستو غوښتونکي دي، خپل غوښتنلیکونه دي د خبرتیا خپریدو له نیټې څخه د روان کال د سلواغې میاشتې تر دوهمې نیټې پورې، د یاد مارکیټ دوهم پوړ کې د ننګرهار ولایت د ارزاقو آمریت ته په رسمي ډول وسپاري، شرط لیک دې ترلاسه او نغدي تضمین دې وسپاري.
2112, 2020

خبرتیا د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ودانیز ریاست په پام کې لري، قصبې بلاکونو ته څیرمه اماراتو ښارګوټي کې، خپل اړوند ۱۸ بابه هټۍ په کرایه ورکړي.

هغه اشخاص، ادارې او شرکتونه چې غواړي یاد ملکیت په کرایه ونیسي، د اعلان خپریدو له نیټې څخه دې د کور جوړونې ودانیز ریاست د تدارکاتو آمریت ته مراجعه وکړي، له بیرته نه ستنیدونکو (۳۰۰۰) افغانیو بدل کې دې ترتیب شوی شرط لیک ترلاسه او خپل وړاندیزونه دې د ۱۳۹۹.۱۰.۱۸ د سهار تر ۱۰ بجو پورې وسپاري، په خپله یا صلاحیت لرونکی استازی دې د ۱۳۹۹.۱۰.۲۰ د شنبې ورځ د سهار په ۱۰ بجو د یاد ریاست د کنفرانسونو تالار کې حاضر شي، شرط لیک دې ملاحظه او تضمین چې ۱۰۰۰۰ افغانۍ کیږي نغدې اخیستل کیږي.
پته: د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر شاته د قصبې عمومي سړک د کور جوړونې تصدۍ

912, 2020

د داوطلبۍ خبرتیا

د ملي پراختیا شرکت د ارزاقو ریاست په پام کې لري څو د کابل ښار ۱۲ناحېې، سلیم کاروان سیمه کې یو باب ځانګړی پلورنځی او د هغې اړوند حریم، د مزایدې او داوطلبۍ له لارې په قرارداد ورکړي.
د حاجي عبدالهادي په نوم یو تن د درې کلونو لپاره، د ۱۰۰۰ زره افغانیو میاشتنۍ کرایې په ورکړې سره ددې ملکیت قرارداد ته چمتو دی. هغه افراد او شرکتونه چې په لوړه بیه د یاد ملکیت د تړون غوښتونکي دي، خپل غوښتنلیکونه دې د خبرتیا خپریدو له نیټې ۱۵/۹/۱۳۹۹ څخه تر ۱۴ ورځو پورې خوشحال خان مینه کې، مرکزي سیلو ته څيرمه د ارزاقو ریاست د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري او د ۳۰۰۰ افغانیو بیرته نه ستنیدونکې قیمت په بدل کې دې ترتیب شوی شرط لیک ترلاسه او خپله دې د داوطلبۍ په ټاکلې ورځ د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر شاته، قصبه کې د ملي پراختیا شرکت د تدارکاتو ریاست ته حاضر شي. تضمین په نغدي ډول اخیستل کیږي.
Go to Top