پنجشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۰
دملي پراختیا شرکت مسؤلینو دکابل ښار ۱۱مې او ۱۷ مې ناحیو نښلوونکي سړک څخه لیدنه وکړه او ددې پروژې له کارونو اوپرمختګ څخه یې خوښي څرګنده کړه.
دملي پراختیا شرکت مالي او اداري معاون ډاکټر ضیاالله شفیق، د پلازمینې زون پرمختیایي ادارې ریس نجیب الله شینواري، د افغاني ودانیز ریاست ریس اسامه مبشر او ورسره مل پلاوي دپروژې د کار له جریان څخه له نږدې لیدنه وکړه .
ددې سړک مالي لګښت د پلازمینې زون پرمختیایي ادارې لخوا ورکول کیږي او عملي چارې یې د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیز ریاست له لوري پرمخ روانې دي.
یا د نوی جوړیدونکی سړک چې ۸ کیلو متره اوږدوالی او ۳۰ متره پلنوالی لري د ۱۱ ناحیې له ۳۱۵ سیمې څخه دمنشي میرغلام تر ښارګوټي پورې غځیږي چې تردې مهاله یې ۱۵ سلنه کارونه پرمخ تللي دي.
ددې سړک په جوړیدو سره به د شمال لویې لارې ترافیکي ګڼه ګوڼه ترډیره بریده راکمه او خلکو ته به دتګ او راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي.