سه شنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۰
د لويې څارنوالۍ د الحاقیې ودانیو جوړولوچارې چې د ملي پراختیا شرکت له لوري پیل شوي ګړندۍ پرمخ روانې دي او تردې مهاله یې ۴۱ سلنه رغنیزې چاري بشپړې شوې دي.
دغه ودانۍ چې د ملي پراختیا شرکت افغاني ودانیز ریاست له لوري په ملي معیارونو او عصري وسایلو سمبال جوړیږي، مالي لګښت یې د پایتخت زون پرمختیایي ادارې لخوا ورکول کیږي.
د یادونې وړ ده چې اوسمهال ملي پراختیا شرکت د هیواد په کچه سلګونه لویې او وړې پروژې تر کار لاندې لري، چې زرګونه هیواد والو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.