د کرونا/کويد۱۹واکسين د تطبيق په لړ کې او د عامې روغتيا وزارت دهدايت پربنسټ، چې ټول دولتي کارکوونکي بايد دغه واکسين تر لاسه کړي، نن شنبه دروان ۱۴۰۰ لمريز کال دغويي په ۱۸ نيټه دعامې روغتيا وزارت د کار کوونکو له لوري د ملي پراختيا شرکت کارکوونکو ته د کرونا واکسين د تطبيق لړۍ پيل شوه.
د عامې روغتیا وزارت کارکوونکي ډاکټر سعادت خان احمدزی وایي دوي ته د۱۰۰۰ کارکوونکو د واکسين هدف ورکړل شوی تر څو واکسين ترلاسه کړي او په را روانو دوه ورځو کې به د ملي پراختيا شرکت ټول کار کوونکي لومړی دوز واکسين ترلاسه کړي.
د احمد زي په وينا ددې واکسين دوهم دوز به يوه مياشت وروسته يو ځل بيا ټولو کار کوونکو ته تطبيق شي.
دا واکسین چې دکويشليد Covishield په نوم ده د هند لهخوا افغانستان ته وړیا ورکړل شوی او ټول ۵۰۰ زره ډوزه دي، چې په لومړي پړاو کې به ۲۵۰ زره کسانو ته تطبیق شي.