پنجشنبه ۱۳ غبرلولی ۱۴۰۰
دملي پراختیا شرکت عمومي اجراییوي رییس عبدالرحمن عطاش او ورسره مل پلاوي ننګرهار ولایت ته د سفر په لړ کې د ننګرهار وادي کرنیز ریاست رییس او آمرینو سره دلیدنې په ترڅ کې لازمې لارښوونې وکړې.
په دغه لیدنه کې دملي پراختیا شرکت رهبري پلاوي د کرنیز ریاست له آمرینو او کارکوونکوڅخه مننه وکړه چې ددې ریاست دلا پرمختګ په موخه هڅې کوي. نوموړي ننګرهار کرنیز ریاست په ختیځ کې د اقتصادي ودې یومهم اوحیاتي مرکز یاد کړ او له ټول ټیم څخه یې غوښتنه وکړه؛ ترڅو په بیلابیلو برخوکې په پوره اخلاص او ژمنتیا سره خدمت ته دوام ورکړي.
په پای کې د ننګرهار کرنیز ریاست رییس او مامورینو له ښاغلي عطاش څخه مننه وکړه چې ددوي نظرونه او غوښتنې یې له نږدې واوریدې او ډاډ یې ورکړ چې دوي به خپلې هڅې دپخوا په پرتله لازیاتې کړي.