سه شنبه ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۰
نن د پنجشیر پوهنتون رییس او استادانو د ملي پراختیا شرکت د دفتر له رییس سره د لیدنې په ترڅ کې د پنجشیر پوهنتون په انګړکې دښځینه محصلینو لپاره دلیلیې،جومات، جمنازیم، کتابتون او کمپیوترلب دجوړیدو غوښتنه وکړه.
هغه ناسته چې په همدې موخه دملي پراختیا شرکت د دفتر رییس رفیع الله عزیزي په د فتر کې جوړه شوې وه په پیل کې ښاغلي عزیزي د پوهنتون رییس او استادانو ته دښه راغلاست ترڅنګ وویل” دملي پراختیا شرکت رهبري او مسؤلینو هغه څه چې وایي عمل پرې کوي اوکومې ژمنې یې چې کړي پرهغو یې عمل کړی ده “.
وروسته د پنجشیر پوهنتون رییس او استادانو د ملي پراختیا شرکت له رهبرۍ څخه دمننې ترڅنګ هغه غوښتنې چې ددې پوهنتون مسؤلینو له ځان سره راوړې وې ښاغلي عزیزي سره شریکې او د تطبیق غوښتنه يې وکړه.
په پای کې رفیع الله عزیزي د پوهنتون له رییس او استادانو سره ژمنه وکړه چې د دوي غوښتنې او وړاندیزونه به ددې شرکت له رهبرۍ سره شریک او جدي تعقیب کړي.
د یادونې ده چې د پنجشیر پوهنتون په څلور پوهنځیو کې ۲۵۰۰ محصلین په داسې حال کې په زده کړو بوخت دي چې دغه پوهنتون له ډیرو کمو امکاناتو برخمن ده.