سه شنبه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۰
نن د ملي پراختیا شرکت او جمهوري ریاست عملیاتي ادارې د رهبري پلاوي ترمنځ دهمغږۍ ناسته ترسره شوه
په دغه ناسته کې د ملي پراختیا شرکت عمومي اجراییوي رییس عبدالرحمن عطاش، تخنیکي اوعملیاتي مرستیال سید نسیم خلیق، د تولید او تجارتي چارود همغږۍ مرستیال ریاض الدین شریفي اوددې شرکت بیلابیلوادارو ریسانو، همدارنګه دجمهوري ریاست عملیاتي ادارې تخنیکي مرستیال وحیدالله رحمدل او د دواړو ادارو یوشمیر ریسانو او تخنیکي ټیم غړو ګډون کړی وو.
په دې ناسته کې ښاغلي عطاش د دواړو ادارو کارونه مثبت و ارزول او د پروژو دښه تطبيق او پرمختګ په اړوند يې مفصل بحث او نظرونه شریک کړل.
دغه راز دجمهوري رياست عملياتي ادارې تخنيکي مرستيال وحيد رحمدل د پروژو دښه پرمختګ څخه د خوښۍ ترڅنګ د دواړو ادارو کارونه دهيواد دابادۍ اوسوکالۍ لپاره مهم ګام وباله. دواړو لورو دغه راز ټینګار وکړ ترڅو د پروژو په عملي چاروکې دقت،کیفیت، سرعت، او صداقت په پام کې ونیسي.
دغه ناسته په داسې حال کې ترسره کیږي،چې په بیلابیلو ولایتونوکې سلګونه غټې او وړې پروژې د ملي پراختیا شرکت له لوري، د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي لګښت د تطبیق په حال کې دي.