دوشنبه ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۰
د آقینې بندر د ګمرک ودانۍ چې د ملي پراختیا شرکت له لوري یې د جوړیدو چارې روانې دي ۹ سلنه پرمخ تللي دي.
دغه اداري ودانۍ د اندخوی ولسوالۍ آقینې بندر کې چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ ګډه پوله جوړوي رغول کیږي، ددې ودانۍ ټول مساحت ۱۰۳۳ متر مربع ده او تعمیریې په ۷۶۰ متر مربع ځمکه باندې په درې پوړونوکې په پاخه او اساسي ډول د ملي پراختیا شرکت اړوند د افغاني ودانیز ریاست له لوري جوړیږي چې مالي لګښت یې دمالیې وزارت لخو ورکول کیږي.
دآقینې بندرد افغانستان یو له مهمه بندرونو څخه شمیرل کیږي چې په جوړیدو سره به یې د سوداګرو او د ګمرک د کارکوونکو ستونزې هوارې شي.