پنجشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۰
د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ څخه د کندهار ولایت شاولیکوټ ولسوالۍ پورې د ۲۴ کیلومتره سړک د جوړیدو او اسفالت چارې د سیمه ییزو چارواکو او اوسیدونکو له لوري پیل شوې.
دغه سړک د ملي پراختیا شرکت افغاني ودانیز ریاست له لوري جوړيږي چې مالي لګښت یې د ټولګټو وزارت لخوا ورکول کیږي.
ددغه سړک د جوړیدو او اسفالت ترڅنګ به دغځیدلي سړک په اوږدو کې بیلابیلو ځایونو کې پلونه، پلچکونه او د اوبو لښتي هم په پاخه او اساسي ډول جوړشي
یاد سړک یو له مهمو اوحیاتي پروژو څخه ګڼل کیږي چې په جوړیدو سره به یې ددې سړک په اوږدوکې د اوسیدونکو د تګ را تګ ستونزې هوارې شي.