نیته ۱۴۰۳/۷/۷
د آغا جان بند چې د ارزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ کې پروت دی، د سروی او ډیزاین چارې یې د 14۰۳/۰۷/۰۷ مه نېټه د ا.ا.ا  د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر، د ملي پراختیا شرکت مسئولینو، د اوبو او انرژۍ وزارت مسئولینو، د ارزګان ولایت مسئولینو، قومي مشرانو او ځایي اوسېدونکو پر ګډون او موجودیت کې پیل شوې.

د نوموړي بند، سروی او ډیزاین چارې د ا.ا.ا د مشرتابه عالي مقام د حکم پر بنسټ، ملي پراختیا شرکت ته سپارل شوی دی او په دغه برخه کې د ملي پراختیا شرکت مسئولین ژمن دی چې د نوموړي بند چارې به په معیاري او چټک ډول پر مخ وړي او پروژه به پر ټاکلې نېټه، ګټې اخیستنې ته سپاري.