یکشنبه ۱۶ لیندۍ ۱۳۹۹
د ارشاد حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي بلخ ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د خالد بن ولید جومات له پروژې څخه لیدنه وکړه.
دا پروژه چې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا پلي شوې، د مزارشریف ښار په مرکز کې موقعیت لري او په یو وخت کې د شاوخوا دوه زره لمونځ کوونکو د ځاییدو وړتیا لري.
ښاغلي حلیمي په داسې حال کې چې د ملي پراختیا شرکت له مشرتابه او د بنايي ودانیزې تصدۍ له کارکوونکو څخه ېې مننه وکړه، د دې جومات د ودانیزې چارو له څرنګوالي څخه ېې خوښي وښوده.